ننګرهار کې د استناف محکمې د دوو تنو کارکوونکو وژل کیدل
د ننګرهار چارواکي وایې نن سهار د جلال اباد ښار روښان مینې سیمه کې نامعلومو وسله والو د استناف محکمې دوه تنه کارکوونکي وژلي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند روښان مېنې سيمه کې نن د غبرګولي په ( ۱۹) نیټه سهار شاوخوا اووه بجې او ۴۵ دقيقې نا معلومو وسله والو د استيناف محکمې پر دوو اداري کار کوونکو ( قدرت او کاتب) باندې بريد کړی، چې په ترڅ کې يې دواړه وژل شوي .
د نوموړي په خبره د پیښې دعاملینو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.
د دغې پیښې علت څرګند نه دی او نه هم تراوسه چا د دې پیښې مسولیت په غاړه اخیستی دی.