د جوزجان ولایت د قوش تپې ولسوالې سقوط شوې ده؟

ولسي سرچینې وایي چې د جوزجان ولایت په قوش تپې ولسوالۍ باندې د وسله والو طالبانو په ډله ایز برید کې دغه ولسوالۍ سقوط شوي ؛ مګر سیمه ایز چارواکي په دې اړه ښکاره مالومات نه ورکوي.

ولسي سرچینې خاور میانه خبرې اژانس ته وایي چې وسله والو طالبانو د شپې له نیمایي څخه ددغه ولسوالۍ پر مرکز پراخه ډله ایز بریدونه پیل کړي دي.

د سرچینو پر وینا،ددې بریدونو په پایله کې نن سهار( چنګاښ ۱۱) د ولسوالۍ مرکز د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شو او امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ په اطرافو کې میشت شوي دي.

دې سرچینو ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو د برخلیک په اړه مالومات په لاس کې نشته.

په ورته وخت کې د جوزجان د والي ویاند،فریدون انیق،خاور میانه ته وویل چې د نیمې شپې راهیسې د قوش تپې ولسوالۍ سره ټلیفوني اړیکې پریکړې شوي او مالومه نه ده چې څه روان دي.

نوموړي د ولسوالۍ د مرکز سره د اړیکو د پریکیدو د له وجې د ولسوالۍ د سقوط او نه سقوط په اړه دقیق مالومات وړاندې نه کړل.

وسله والو طالبانو هم ویلي دي چې د ولسوالۍ کنټرول یې په خپل لاس کې اخیستی دی.

ددې ډلې ویاند،ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي دي چې«د جوزجان ولایت د قوش تپې ولسوالې یې د ټولو ملحقاتو سره فتح کړي ده.»

نوموړي د یو شمېر امنیتي سرتیرو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړی او ویلي یې دي چې یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل