د کابل پر برید د عبدالله سخت غبرګون

تعقیبي؛ د هېواد اجراییه رئیس د کابل ښار په شپاړلسمې حوزې کې د وسله والو طالبانو پر چاودنې او ډله ایز برید باندې تند او جدي غبرګون ښودلی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،عبدالله عبدالله چې د ازبکستان د لمړي وزیر سره د لیدنې او د افغانستان او ازبکستان ترمینځ د ګډ نندارتون د پرانیستې لپاره مزار شریف ته تللی دی،په اعلامیه کې یې طالبانو ته د «مزدورو،منافقو،ترهګرو،د قتل د پیغام راوړونکو،کرکې خپرونکو » خطاب کړی دی.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي چې«د طالبانو منافقه،ترهګره،ترهګرپاله ډله له یوې خوا د سولې خبرې کوي او له بله پلوه په بې دفاع ملکي وګړو او ملکي دفترونو بریدونه کوي.»

عبدالله ویلي دي چې ترهګرو«له خدایه نه ویریدونکو ظلم کوونکو» د ترهګریز برید په ترسره کولو سره د کابل ښار او هېواد د اوسیدونکو ارامې له مینځه یوړه.

د اجراییه رئیس په باور،طالبان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کې د خپلو پلانونو له ماتیدو او درنو تلفاتو د وراوښتو وروسته د ځان وژونکو بریدونو او د خلکو د ارامۍ د له مینځه وړلو لپاره غواړي چې  په ناروا لار خپل نجس شتون اعلان کړي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله دا عکس العمل په هېواد کې د وسله والو طالبانو پر کړنو د نوموړي له چټکو غبرګونونو څخه دی.

نن سهار( چنګاښ ۱۰) د کابل ښار په شپاړلسمه حوزه کې د فوټبال فدراسیون ته نږدې یو موټر بمب برید ترسره شو ،د کورنیو چارو وزارت وایي چې له دې چاودني وروسته یو شمېر بریدګر د پیښې سیمې ته نږدې یوې ودانۍ ته ننوتل او د امنیتي ځواکونو سره په نښته واوښتل.

د وسله والو طالبانو ویاند ،زبیح الله مجاهد ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې د ملې دفاع وزارت د لوژستیک او انجینرۍ برخه یې تر برید لاندې نیولي ده.

د سیمې اوسیدونکې وایي چې د پیښې له سیمې څخه د درې ساعتونو په تیریدو سره د ډزو اوازونه اوریدل کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د وړاندې شویو مالوماتو له مخې په دې پیښه کې لا تر اوسه د یو تن جسد او ۶۵ تنه ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *