خوږیاڼو کې د وسله والو ځپلو په موخه دعملیاتو پیل
د ننګرهار چارواکي وایې؛ د دې ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه چاڼيز عمليات پيل شول.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار مطبوعاتي د فتر وایې، د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو له لوري نن د چنګاښ په ( ۱۰) نیټه چاڼيز عملیات پيل شول، چې په ترڅ کې به يې په هغو سيمو کې چې وسله وال مخالفين شتون ولري وځپل شي.
سرچینه وایې د دغه عملياتو مشري، چې د څلورمې پلې لواء د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن رسول محمد عمر کوي وايي، چې عمليات تر دې دمه په برياليتوب سره دوام لري.
هغه وويل، چې د دغو عملياتو پر مهال به ټولې هغه سيمې تالاشي شي، چې په کې د وسله والو مخالفينو فعاليت حس شوی وي.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو، توده ژوره او وچ باندر خوله کې د يادو سيمو د امنيت لا ښه والي په موخه ګڼ شمېر نوې پوستې ايجاد شوې.
د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو کې د ننګرهار په یو شمیر ولسوالیو کې د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو ولسي خلک له زیاتو ستونزو سره مخ کړې دي.