په جوزجان کې د داعش پخوانیو غړو خپل همکاران ووژل

د جوزجان ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې د داعش د پخوانیو غړیو کسانو په یوه وسله وال برید کې چې د ولسي پاڅون کوونکو په نوم یې فعالیت درلود،۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولي ده.

د قوش تپې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي خاور میانه خبرې اژانس ته داسې وایي، د داعش ترهګرې ډلې یو نام نهاده قومندان محمد اصف چې  څه وخت وړاندې ددغه ډلې د یو شمېر نورو جنګیالیو سره یوځای له دولت سره یوځای شوی وو،د دوه نورو کسانو په ملاتړ یې د «بیک سر» په کلي کې د داعش ډلې ۶ تنه وژلي دي او د هغویو وسله یې له ځانه سره وړي ده.

د سرچینې پر وینا،دغه کسان له هغې وروسته له دولت سره یو ځای شول ؛چې د دویم ځل لپاره یې د ولسي پاڅون کوونکو په نوم د قوش تپې ولسوالۍ د امنیت د تضمینولو مسوولیت ترلاسه کړ.

د جوزجان د ولایتي شورا یو غړی مولوي حیات الدین حیات هم دغه پیښه تاییدوي.

نوموړي خاور میانه ته وایي،دغه کسان چې شمېر یې ۱۱ تنه وو،د دولت سره له یوځای کېدو وروسته د جوزجان ولایت د ملې امنیت ریاست له لوري بیا ځلې په دغه ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو ځواکونو په توګه ځای پر ځای شوي وو.

حیات زیاتوي،چې په دې خپل منځي برید کې ۶ تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه سرچینې زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې د داعشیانو پاتي غړي بیا ځلې ددغه ډلې د پیاوړي کولو په هڅه کې دي او کوښښ کوي چې د داعش د جنګیالیو په توګه نوي کسان جذب کړي.

د داعش د ترهګرې ډلې کسان چې شمېر یې ۲۰۰ تنو ته رسیږي،تیر کال په درزاب او قوش تپې ولسوالۍ کې د طالبانو سره له سختو جګړو وروسته اړ شول تر څو د افغانستان له دولت سره یوځای شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *