د یمن فوځ او انصارالله ځواکونو یو ځل بیا د عربستان «ابها»او «جازان» هوایي ډګرونه په نښه کړي دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې المسیره شبکې راوړي دي چې د بې پیلوټه الوتکي دغه برید نن سهار( سرطان ۵) ترسره شوی دی.
د یمن د وسله وال فوځ ویاند «یحیی سریع» ویلي دي چې په دې بریدونو کې د سعودي د جنګي الوتکو د ساتنې مرکزونه او نظامي موخې په نښه شوي دي.
د نوموړي پر وینا،د «ابها» او «جازان» پر هوایي ډګرونو یې د یمن د ملت په حق کې د ظلمونو ، جنایتونو او ددغه هېواد پر وړاندې د عربي ایتلاف د دوامدارې محاصرې په ځواب کې ترسره کړي دي.
سریع څرګنده کړه چې دغه هوایي ډګرونه د سعودیانو لپاره نا امنه دي او تر هغه وخت پورې چې پر یمن باندې د عربي ایتلاف بریدونه دریدلي نه وي پر وړاندې به یې د دوې بریدونه روان وي.
نوموړي د عربستان په جنوب کې د ملکي وګړو او فعالو شرکتونو څخه وغوښتل تر څو د هوایي ډګرونو او نظامي مرکزونو څخه لرې و اوسي.
د تیرې یکشنبې په شپه هم د یمني ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په عملیاتو کې یاد دوه هوایي ډګرونه په نښه شوي وو.