د عربستان پر هوایي ډګرونو د یمن د بې پیلوټه الوتکو بیا ځلي برید

د یمن  فوځ او انصارالله ځواکونو یو ځل بیا د عربستان «ابها»او «جازان» هوایي ډګرونه په نښه کړي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې المسیره شبکې راوړي دي چې د بې پیلوټه الوتکي دغه برید نن سهار( سرطان ۵) ترسره شوی دی.

د یمن د وسله وال فوځ ویاند «یحیی سریع» ویلي دي چې په دې بریدونو کې   د سعودي د جنګي الوتکو د ساتنې مرکزونه او نظامي موخې په نښه شوي دي.

د نوموړي پر وینا،د «ابها» او «جازان» پر هوایي ډګرونو یې د یمن د ملت په حق کې د ظلمونو ، جنایتونو او ددغه هېواد پر وړاندې د عربي ایتلاف د دوامدارې محاصرې په ځواب کې ترسره کړي دي.

سریع څرګنده کړه چې دغه  هوایي ډګرونه د سعودیانو لپاره نا امنه دي او تر هغه وخت پورې چې پر یمن باندې د عربي ایتلاف بریدونه دریدلي نه وي پر وړاندې به یې د دوې بریدونه روان وي.

نوموړي د عربستان په جنوب کې د ملکي وګړو او فعالو شرکتونو څخه وغوښتل تر څو د هوایي ډګرونو او نظامي مرکزونو څخه لرې و اوسي.

د تیرې یکشنبې په شپه هم د یمني ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په عملیاتو کې یاد دوه هوایي ډګرونه په نښه شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *