لغمان کې لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وایې؛  د دې ولایت الینګار ولسوالۍ کې دیوې نښتې پرمهال لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل؛ تېره شپه ناوخته د الینګار ولسوالۍ اړوند د بدیع اباد د پنج پدر په سیمه کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو په امنیتي پوستې برید ترسره کړی، چې هم مهاله د افغان ځواکونو له لوري د دوی برید په شاه تمبول شوی او پرمهال یې نښته رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي،  په دغې نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او شپږ نور  ټپیان شوي دي.

د دولتزي پروینا په دغې نښته کې له وسله والو څخه ګڼ شمېر وسلې هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي.

دولتزی وړاندې وایې، په دې نښته کې افغان لوري ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *