د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالې ازاده شوه

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د ازادیدو خبر ورکوي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د بلچراغ ولسوالۍ له نږدې یو کال وروسته نن سهار( سرطان ۴) د امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي ده.

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په ګډه اعلامیه کې راغلي دي«د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د ځانګړیو عملیاتو په ترسره کولو سره د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د طالبانو له منګولو ازاده کړي ده».

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ولسوالي له یوه کال راهیسي د وسله والو طالبانو تر لاس لاندې وه ،په دغه موده کې یې بې ګناه خلک يرغمل کړي ،له خلکو یې باج اخیستی او ښوونځي یې تړلي وو.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *