د افغانستان رسنیو ته د طالبانو ګواښ

طالبانو د افغانستان ځینې رسنۍ د دولت تبلیغاتي رسنۍ بللي او پر نظامي حملې یې ګواښلي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د رسنیو مسوولین او خبریالان نور په مرکز او ولایتونو کې خوندیتوب نه لري.

په اعلامیه کې راغلي دي چې دا ډله له دې وروسته یو شمېر رسنۍ د دښمن د استخباراتي الې په توګه پیژني او په نظامي بریدونو سره به یې په نښه کړي.

دې ډلې ادعا کړي ده چې ځینې رسنۍ د «سوداګریزو اعلاناتو» تر نامه لاندې د دوې پر وړاندې د خلکو ذهنیت خرابوي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي:«د هېواد په مرکز کابل او ځینو ولایتونو کې د یو شمېر رسنیو څخه د تجارتي اعلانونو په نامه داسې اعلانونه اوریدل کیږي چې په هغو کې په روان جهاد،مجاهدینو او طالبانو پسې بد رد ویل کیږي،خلک یې په ضد راپارول کیږي،د کابل ادارې د امنیتي ادارو ځانګړې شمېرې نشریږي او هڅه کیږي چې  د روان جهاد په مخنیوي کې له همدې رسنیو څخه استخباراتي ګټه پورته شي،د عامو افغانانو ذهنیت تخریب او مخامخ دښمن ته د جاسوسۍ فعالیت ترسره شي ».

په اعلامیه کې د طالبانو د نظامي چارو د کمیسیون څخه په نقل راغلي دي چې دغه ټولو ټلویزونونو،راډیوګانو او اړونده نشراتي ادارو ته جداً خبرداری ورکول کیږي چې هرڅومره ژر چې کیږي ددې دښمنانه کړنې څخه لاس په سر شي.

طالبانو رسنیو ته یو اوونۍ وخت ورکړی  دی چې ددې کړنې څخه لاس واخلې ،له دې پرته به ددوې کسان دغه رسنۍ د رسنیو په توګه نه؛ بلکه د نظامي موخې په توګه په نښه کړي چې په هغه مهال به د رسنیو مرکزونه،خبریالان،کارکوونکي او پرسونل د رسنیو په اصطلاح هيڅ ډول مصونیت ونه لري.»

د خبریالانو د ملاتړ ادارو او د افغانستان دولت لا تر اوسه د طالبانو دې ګواښ ته غبرګون نه دی ښودلی.

څه وخت وړاندې افغانستان د خبریالانو پر وړاندې د خطرناک ترین هېواد په توګه پیژندل شوی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *