ننګرهار کې اته داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې اتو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وایې د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ د زاوې په سيمه کې تېره ورځ بې پيلوټه الوتکې پر داعش وسله والو بريد کړی، چې په ترڅ کې يې دوه داعش وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي،  په دغه بريد کې د داعش وسله والو يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم لمنځه وړل شوي دي.

په دغه بريد کې ملکي وګړو او امنيتي مسئولينو ته کوم زيان ندی اوښتی.

داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *