د امریکا له خوا پر ایران نوي بندیزونه لګول کیږي

د امریکا جمهور رئیس ویلي دي چې پر ایران به ډېر ژر نوي بندیزونه ولګول شي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټر باندې سر له صبا ( دوشنبه د سرطان ۳)د تازه بندیزونو د لګول کېدو خبر ورکړی دی.

نوموړي ددې ټویټ په یوه برخه کې ویلي دي «ایران نشي کولای اتومي وسلې ولرې،مونږ به د دوشنبې له ورځې به پر ایران نوي بندیزونه ولګوو؛ د اوباما د وحشتناک پروګرام لاندې دوې (ایران) په داسې لار کې پریښی چې له څو کالو وروسته به اتومي وسلو ته لاس رسی ولري.»

ټرمپ ویلي دي چې «کمپ ډیويډ» شتون لري او په یو شمېر مهمو موضوعاتو باندې کار کوي چې ددوې لپاره وضع شوي تعرفې زیاتي ګټوري دي.

د امریکا جمهور رئیس ویلي دي چې «د داسې ورځې په تمه دی چې پر ایران بندیزونه ولګول شي او هغوي یو ځل بیا په یوه تولید کوونکي او پر رونقه ملت تبدیل شي ،هر څومره چې ژر کیږي غوره ده.»

دا په داسې حال کې ده چې څه وخت وړاندې د ایران فلزي او پټروشیمي صنایع ددغه هېواد له لوري پر ایران باندې نویو لګول شویو بندیزونو ته داخل شوي او له بله پلوه د ایران د فوځ له لوري د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د راغورځیدلو وروسته د تهران او واشنګټن کړکیچ نوې مرحلې ته ننوت.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *