ننګرهار ځانمرګي برید ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار چارواکي وایې؛ د جلال اباد ښار ۶مې ناحیې کې د ځآنمرګي برید له امله د یو ماشوم په ګډون پنځه ملکیان او درې نظامیان وژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند فامیلو سیمه کې د امن عامه پوستې ته څېرمه نن پنج شنبه د غبرګولي په ( ۲۳) نیټه له غرمې وروسته شاوخوا پاو باندې څلور بجې پلي ځآنمرګي بریدګر د سیمه ییزو پولیسو په رینجر ډوله موټر ځآنمرګی برید کړی .

نوموړی زیاتوي په دې پېښه کې نهه تنه وژل شوي،چې په کې یو ماشوم،څلور نظامیان او څلور نور ملکي وګړي،چې عمرونه یې د دیرش کلونو څخه پورته دي شامل دي .

د خوږیاڼي په خبره د پیښې له ځای څخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته ۱۲ تنه ټپیان انتقال شوي.

د خوږیاڼي په خبره؛ په ټپیانو کې درې نظاميان،درې ماشومان او شپږ نور ملکي وګړي شامل دي،چې د درې ټپيانو روغتیایي حالات نازک ښودل شوی دی .

تراوسه پورې د دې برید مسولیت کومې وسله والۍ ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *