په جوزجان کې د ښځو  په غونډه کې دوستم خبرداری

د جمهوري ریاست لمړي مرستیال په جوزجان کې د یو شمېر ښځو په شتون کې د هېواد په شمال کې د طالبانو د فعالیتونو د زیاتیدو خبرداری ورکړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،جنرال دوستم تیره ورځ ماذیګر مهال د مور د ورځې په مناسبت د یو شمېر ښځو په غونډه کې ګډون وکړ او ټینګار یې وکړ چې د شمال د بې امنیتو په نسبت به بې تفاوته پاتي نه شي.

نومووړي خبرداری ورکړ چې که چیرې په شمالي ولایتونو فشارونه زیاتوالی ومومي ،د جوزجان د پولیسو د قومندان تر څنګ به ودریږي او له طالبانو سره به جګړې ته وردننه شي.

د جنرال دوستم د اطلاعاتو پر اساس،د طالبانو د سرې قطعې ۳۰ زره کسان د ۵۰ عرادې چاودیدونکو توکو ،او انتحارۍ واسکټونو سره یو ځای شمال ته داخلیږي او له هغوې سره مقابله جدې مدیریت ته اړتیا لري.

نوموړي په ټاکنو کې  د ښځو پر ګډون او مهمو سیاسي پریکړو لپاره د طالبانو له رهبرۍ څخه وغوښتل چې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او د سولې لارې ولټوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د هېواد د شمال یو شمېر اوسیدونکو د هېواد په دغه برخه کې د ترهګرو او طالبانو د فعالیتونو پر ډېریدو اندیښنه ښودلي ده.

له دې وړاندې هم جنرال دوستم ګواښ کړی وو چې ۲۰ زره سرتیري او نظامي ځواکونه یې غږ ته منتظر دي ترڅو د طالبانو ټغر ټول کړي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *