خواجه غار ولسوالۍ په بشپړ ډول تصفیه شوه

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه د وسله والو طالبانو له برید وروسته د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د بشپړې تصفیې خبر ورکوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،وسله والو طالبانو د تیرې ورځې پر سهار د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ ډله ایز بریدونه پیل کړي وو.

له دغه برید وروسته ګډو امنیتي ځواکونو مقابلې ته ودانګل او د مرستندویه ځواکونو په ورسیدو سره بریالي شول تر څو د طالبانو برید په شا وتنبوي.

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو نن سهار ( غبرګولي ۲۳) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې « د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په ځینو سیمو او بازار باندې د طالبانو له ډله ایز برید وروسته دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي ځواکونو په ملتیا د هېواد د خلکو دښمنانو ته قاطع او چټک ځواب ورکړی دی.»

د خبرپاڼې په نقل تیره شپه په بشپړ ډول د خواجه غار ولسوالي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوي او له څو ساعتونو راهیسې ددې ولسوالۍ وضعیت عادي حالت ته ګرځیدلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کمانډو قطعاتو په تصفیوي عملیاتو کې ۱۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۲ تنه نور یې ټپیان شوي او یوه زیاته اندازه سلاح،مهمات او تجهیزات یې له مینځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *