د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملې اردو د ځواکونو پر پوسته باندې د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید په پایله کې د اردو شپږ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
د کندز د ولایتي شورا رئیس ،محمد یوسف ایوبي خاورمیانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه برید تیره شپه د امام صاحب ولسوالۍ د اسماعیل قشلاق په سیمه کې ترسره شوی دی.
د نوموړې پر وینا ،په دې پیښه کې بهرنیو ځواکونو د ملې اردو پوسته په نښه کړي ده چې په پایله کې یې د اردو شپږ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د کندز د امام صاحب ولسوال دغه پیښه او د ملې اردو تلفات تایید کړل؛ مګر د دقیق شمېر په اړه یې مالومات وړاندې نه کړل.
د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ سرتیرو په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو بریدونو زیاتوالی موندلی دی.