په کابل کې د مخدره توکو ۱۸ تنه پلورونکي ونیول شول
د کابل پولیسو د مخدره توکو د پلورلو په تړاو ۱۸ تنه نیولي او له هغوې یې یوه اندازه نقدې پیسي هم ترلاسه کړي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د کورنیو چارو وزارت د نن ورځې ( غبرګولي ۲۲) له خبرپاڼې څخه یې نقل کړی دی ،دغه کسان د کابل ښار په مختلفو ناحیو کې په جلا جلا عملیاتو کې نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې دغه کسانو د کابل ښار په لمړۍ،دویمه،دریمه،پینځمه،شپږمه،اوومه،اتمه،لسمه ،اولسمه ناحیو او بګرامۍ ولسوالۍ کې فعالیت درلود.
د خبرپاڼې څخه په نقل،د نیول شویو افرادو څخه؛ ۱۲۲ ګرامه هیروئین،۳۴ ګرامه شیشه،۴ کیلو ګرامه چرس او ټابلیټ K لاسته راغلي دي.
د یوه بل خبر له مخې،د جوزجان ولایت د مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو ددغه ولایت په مرکز کې د یو لړ عملیاتو په لړ کې۱۹ بوتله وطني الکول نیولي او په تړاو یې یو کس نیولی دی.