ننګرهار کې نامعلومو وسله والو یو دیني عالم وژلی
چارواکي وایې د ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ کې د یوه جامع مسجد خطیب ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسول فرید خان خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ په کله ټک سیمه کې نن چهار شنبه د غبرګولي په ( ۲۲) نیټه سهار شاوخوا پنځه بجې مولوي صفي الله،،په داسې حال کې د ناڅرګنده وسله والو له لورې په ډزو سره وژل شوی؛ چې د لمانځه تر ادا کولو وروسته کور ته روان وو.
د مالوماتو له مخې ،چې شاوخوا ۴۵ کلن « مولوي صفي الله » د بې غږه تفنګچې په وسیله وژل شوی دی.
نوموړی وایې سیمه کې مسؤلینو ته جدي سپارښتنه شوې، چې د قضیې د عاملینو په نیولو کې جدي اقدامات ترسره کړي.
د دې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده ” چې له دې وړاندې هم د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې یو شمیر دیني عالمان د نامعلومو وسله والو له خو وژل شوي دي.