د یمن له لوري پر«ابهام» هوایي ډګر د توغندیو باران وشو

د یمن د فوځ او انصارالله نظامي ځواکونو د عربستان په سویل کې د «ابها» نړیوال هوایي ډګر د یوه «کروز» توغندي په وسیله په نښه کړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، یمني ځواکونو نن سهار د( غبرګولي ۲۲) د عسیر په سیمه کې د «ابها» په نړیوال هوایي ډګر کې د عربستان نظامي اهداف په نښه کړل.

المسیره په یوه راپور کې د یمن د نظامي سرچینو څخه په نقل راوړي دي چې دغه توغندی په دقیق ډول پر خپل هدف لګیدلی دی.

ددې سرچینې پر وینا،ددې توغندي په فیر کولو سره د «ابها» هوایي ډګر پروازونه هم ځنډیدلي دي.

د ابها ښار د عربستان په سویل کې د «عسیر» ښار مرکز او مهم ښار دی.

وړمه ورځ د یمن وسلوال فوځ د عربستان او اماراتو ملکي وګړو ته خبرداری ورکړی وو چې ددې دوه هېوادونو له خوا د جوړو شویو نظامي تاسیساتو او مراکزو څخه واټن ونیسي.

ددې اوونۍ په لمړي سر کې د یمن د فوځي ځواکونو له لوري د عربستان د «جیزان» هوایي ډګر هم په نښه شوی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *