په روسیه کې چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د روسیې د راغستان په «مخاچ قلعه» بندر کې د ګازو د یو لیږدونکي ټانکر چاودنې درې تنه وژلي او پینځه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار( غبرګولي ۲۱) وروسته له هغې ترسره شوي چې د ګازو لیږدونکي ټانکر د نامالومو دلایلو له وجې چاودنه وکړه.

د روسیې د پولیسو سرچینې وایي چې په دې پیښه کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

ددې سرچینو پر وینا،ددې پیښه په وژل شویو کې دوه تنه داسې وو چې ټول وجود یې ۹۵ سلنه سوځیدلی وو او په روغتون کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روسیې پولیسو ددې پیښې په اړه د څیړنو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *