په بغلان کې د طالبانو د زندان څخه ۳۴ تنه ازاد شول

د پولیسو ځانګړو ځواکونو په بغلان ولایت کې په یو لړ هدفي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو زندان له مینځه وړی او ۳۴ تنه زندانیان یې ترې ازاد کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه عملیات د تیرې شپې په نیمایي برخه کې د بغلان ولایت په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې له دې زندان څخه د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو په ګډون ۳۴ تنه ازاد شوي او زندان هم له مینځه وړل شوی دی.

د نوموړي پر وینا،د زندانیانو په مینځ کې  ۷ د ملې اردو سرتیري،۷ ملې پولیس،درې د ملې امنیت سرتیري او ۱۷ تنه ملکي وګړي شامل وو.

رحیمي په دې اړه زیات جزئیات نه دي وړاندې کړي.

د غبرګولي په ۸ نیټه هم د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د ۵ سرتیرو په ګډون ۹ تنه د وسله والو طالبانو له یوه زندان څخه ازاد شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *