د کندهار په چاودنه کې شپږ تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ
د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین د چاودنې په پایله کې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه چاودنه نن ورځ (غبرګولي ۲۱) د ډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي وګړو یوه موټر د سړک د غاړي پر ځای پرځای شوي موټر واوښت.
د کندهار د پولیسو ویاند،احمد ضیا درانی وایي چې په دې چاودنه کې د څلورو ماشومانو او دوه زلمیو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.
لا تر اوسه ددې پیښې مسوولیت چا پر غاړه اخیستی نه دی.
د کندهار ولایت د هېواد په جنوب کې یو د ناامنه ولایتونو څخه شمېرل کیږي چې په ډیرې ولسوالیو کې یې وسله وال طالبان فعالیت لري.