ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې ۳۰ غړي وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د درې پاکستاني قوماندانانو په ګډون ۳۰ د سرې قطعې وسله وال طالبان وژل شوي  او د ولایت په کچه د دوې مخابروي دستګاه لمنځه  وړل شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په کودیخیلو سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو په مرکزونو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې د سرې قطعې د درې پاکستاني قوماندانانو په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي،۱۴ نور یې ټپیان دي او د ولایت په کچه د دوی مخابروي دستګاه او دوه مرکزونه یې تخریب شوي دي .

خوږیاڼی زیاتوي د سرې قطعې یاد ګروپ د بدري په نوم نومول شوی وو، چې په تخریب شوو مرکزونو کې وسلې، مهمات، ماینونه، چاودیدونکې توکې، درې عرادې موټرې هم لمنځه وړل شوي دي .

د معلوماتو له مخې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې یاد ګروپ د یو جومات څخه د سنګر په توګه ګټه اخیسته،چې امنیتي ځواکونونو په ډیر مهارانه ډول سره ترې ماینونه،چاودیدونکې توکې او  نور مهمات راویستل او د جومات په ژغورلو سره یې توکو ته بهر چاودنه ورکړې .

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *