په غزنی کې د طالبانو ۱۰۰ کسیزه سره قطعه په بشپړ ډول له مینځه یوړل شوه

د غزني ولایت سیمه ایز چارواکي له ۱۰۰ څخه د زیاتو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي او وایي چې په دې ولایت کې  د طالبانو سره قطعه له مینځه وړل شوي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،تیره شپه د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر ملاتړ هوایي او ځمکنیو ځواکونو د طالبانو د سرې قطعې پر پټن ځایونو عملیات ترسره کړي دي.

د غزني ولایت د رسنیو د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې عملیاتو کې د عبدالله ګل،لیوني بازار او ملوک او اطرافو کې یې ۱۰۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې،په یادو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۱۰۰ کسیزه سره قطعه په بشپړ ډول له مینځه تللي ،لسګونه جسدونه او لسګونه میله وسلې یې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي دي.

د غزني ولایت مطبوعاتي دفتر وایي چې  د اب بند ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول او د وسله والو طالبانو مشهور قومندانان عتیق الله مشهور په ابو دوجانه،ملاخلیل مشهور په ملاشریف،او ملا عمر هم د وژل شویو په مینځ کې شتون لري.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

د غزني ولایت د هېواد د نا امنه ولایتونو له جملې څخه دی چې یو شمېر ولسوالۍ یې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او د څو کالو په موده کې  امنیتي ځواکونه په دې نه دي توانیدلي چې دغه ولسوالۍ بیرته ونیسي.

Author

خروج از نسخه موبایل