د یونیسف د خیمو لاندې ۱۰ طالبان ووژل شول

د خوست ولایت په صبرۍ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د هوایي عملیاتو په پایله کې ،مهاجرینو ته د یونیسف له لوري د ورکړل شویو خیمو لاندې ۱۰ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور او د ملې دفاع وزارت د نن ورځې( غبرګولي ۱۱) د خبرپاڼې له مخې دغه عملیات د صبریو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د خوست ولایت د صبریو په ولسوالۍ کې  د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۰ تنه طالبان چې پر یوې امنیتي پوستې باندې د برید لپاره د یونیسف له لوري پر بې ځایه شو یو مهاجرینو د ویشل شویو خیمو لاندې پلانونه او طرحې جوړولي وژلي او د هغوې یوه عراده موټر یې له مینځه وړی دی.

د ملې دفاع وزارت وایي چې یونیسف په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره فعالیت کوي او د ملکي وګړو لپاره د نړیوالو سازمانونو له مرستو څخه ناسمه ګټه اخیستل د طالبانو د تاوتریخوالۍ او خشونت یو بله بیلګه ده.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل