د کابل په ځان وژونکي برید کې د شپږو تنو وژل کېدل او د شپږو نورو ټپیان کېدل

تعقیبي؛ د کابل پولیس وایي چې د مارشال فهیم  نظامي پوهنتون ته نږدې د ځان وژونکي برید د لمړنیو شمېرو له مخې،شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن (غبرګولي ۹) د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو د کابل ښار په پینځمه حوزه کې د مارشال فهیم نظامي پوهنتون دروازې ته نږدې یو ځان وژونکی برید ترسره شوی دی.

د کابل پولیسو ددې پیښې په تاییدولو سره ویلي دي چې د لمړنیو شمېرو له مخې په دې پیښه کې شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

نور جزئیات …

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *