9 هزاره سرتیري ووژل شول او دوه پښتانه سرتیري ژوندې پاتي شول

د میدان وردګ ولایت د مرکز اړوند امنیتي پوستې باندې د وسله والو طالبانو په ډله ایز برید کې د هزاره قوم ۹ سرتیري وژل شوي او دوه پښتانه سرتیري ژوندي پاتي دي چې د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا غړي احمد جعفري د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه چې دغه برید د (غبرګولي ۸) د شپې په نیمایي برخه کې  د ولایت مرکز ته نږدې د «سلمان فارس» پر پوسته ترسره شوی دی.

د نوموړي پر وینا،په دې پوسته کې یولس سرتیري او امنیتي ځواکونه موجود وو چې تر نن سهاره پورې یې له پوستې دفاع کړي او د وسله والو سره په نښته کې ښکیل وو؛مګر د تجهیزاتو د ختمیدو وروسته ۹ سرتیري وژل شوي او دوه تنه ژوندي نیول شوي دي.

جعفري څرګنده کړه چې وژل شوي نهه سرتیري د هزاره قوم څخه ول او دوه ژوندي پاتي شوي سرتیري د پښتون قوم څخه دي چې مالومه نه ده د طالبانو سره یوځای شوي او یا دا چې نیول شوي دي.

د میدان وردګ د ولایتي شورا دې غړي څرګنده کړه چې د امنیتي پوستې د ځواکونو غوښتنو ته د پاملرنې لپاره  د پولیسو د قومندانۍ له لوري هیڅ مرسته نه ده ترسره شوي په داسې حال کې چې دغه پوسته د ولسوالۍ د مرکز په یو کیلومترۍ کې پرته ده.

نوموړې یادونه وکړه چې دې پیښې د طالبانو په بریدونو کې د یوه ځانګړي قوم د هدف کولو په اړه زیات ګمانونه منځ ته راوړي دي؛په داسې حال کې چې د تیرې ورځې په سهار د مرکز څخه امنیتي ځواکونه راغلي ،یوازې جسدونه یې لیږدولي او څرګنده کړي یې ده چې دا د دې ولایت د پولیسو د قومندان بې کفایتي ده.

جعفري څرګنده کړه چې د مرکزي او سیمه ایزو چارواکو سره یې  دا ډول ستونزي او په کراتو کراتو د هزاره قوم ځواکونو ته د نه پاملرنې خبره شریکه کړي؛ مګر هیڅ پاملرنه ورته نه ده شوي.

د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا دا غړی په دې باور دی چې پر پوسته باندې د طالبانو د برید د ختمیدو په اړه دې  څیړني وشي نه دا چې د دوه لادرکو سرتیرو په اړه.

د خلکو له مینځه ځینې سرچینو ویلي دي چې د سلمان فارس پر پوسته باندې د طالبانو په برید کې ۹ سرتیري وژل شوي او دوه نور سرتیري لادرکه دي چې د ولایتي شورا دې غړي ددغه دوه سرتیرو ورکېدل د پوښتنې لاندې راوستل او څرګنده یې کړه چې ددې دوه تنو له لوري « په پوستې او سرتیرو د معاملې امکان» هم موجود دی.

په ورته وخت کې د میدان وردګ د والي ویاند ،محب الله شریفزی وایي چې په یاد برید کې یوازې درې سرتیري ټپیان شوي او هیڅ یو سرتیری هم وژل شوی نه دی.

نوموړی وایي چې له برید وروسته مرستندویه ځواکونه سیمې ته استول شوي او د طالبانو برید يې پر شا تنبولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي سرچینو او د ولایتي شورا غړیو دغه څرګندونې په کلکه رد کړي دي.

وسله والو طالبانو هم ویلي دي چې د میدان وردګ ولایت په مرکز کې یوه پوسته فتحه کړي او دوه سرتیري یې ژوندي نیولي دي.

دا لمړی ځل نه دی چې په میدان وردګ ولایت کې د یوه ځانګړي قوم ځواکونه په نښه کیږي د روژې د مبارکې میاشتې وړاندې په چیک ولسوالۍ کې هم د ملې اردو ۳۷ تنه سرتیري وژل شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *