د غور په کلیو باندې د طالبانو برید

د خلکو سرچینې وایي چې وسله والو طالبانو د غور ولایت د مرکز ،فیروز کوه ښار په یو شمېر کلیو برید کړی او د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته یې مرګ ژوبله اړولي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، سیمه ایز چارواکي او د سیمې اوسیدونکي وایي دغه برید تیره شپه د فیروز کوه په لویدیځ کې د«شب شدګي» او «بایک ها» پر کلیو ترسره شوی دی.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي خاور میانه ته وویل چې دغه حمله پر ملکي وګړو او ولسي پاڅون کوونکو ترسره شوي چې تلفات هم له ځانه سره لري.

د نوموړي پر وینا،لا تر اوسه د تلفاتو دقیق شمېر په لاس کې نشته او سیمې ته پلاوی لیږل شوی دی،چې د هغې د راپور له مخې به مالومات د رسنیو په واک کې ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي سرچینې وایي د وسله والو طالبانو په برید کې ۱۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو پر وینا،د تلفاتو د زیاتوالی احتمال هم شتون لري.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل