په کابل کې د یوې چاودنې مخه ونیول شوه

د کابل پولیس وایي چې د کابل ښار په پینځمه ناحیه کې د یوې ترهګریز او خونړي برید مخه نیول شوي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کابل د پولیسو قومندانۍ نن سهار( جوزا ۵مه) په پینځمه ناحیه کې د سرې میاشتې ادارې ته نږدې یوه کړۍ د سړک د غاړی ماین کشف کړی دی.

د کابل د پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «نن سهار د ۶:۰۰ بجو په شاوخوا کې د ترهګرو لوري د کابل ښار په پینځمه ناحیه کې د سرې میاشتې ادارې ته څیرمه سړک باندې  بیګناه خلکو د وژلو لپاره یوه کړۍ ماین ځای پر ځای شوی او د موبائل په واسطه عیار شوی وو له چاودنې مخکې کشف شوی دی.»

د کابل پولیس وایي چې دغه کړۍ ماین یې د انجینرۍ ټیم په واسطه شنډ کړی او دیوې خونړۍ چاودنې مخه نیول شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *