د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکي وایې وړمه شپه د ننګرهار ولایت د شیرزادو په ولسوالۍ کې د صفر دوو قطعې په عملیاتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو امر فریدخان خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: « صفر دوو قطعه د میدان اړوند ده او تر ډیره مونږ په دا ډول عملیاتو کې نه په جریان کیږو » .
نوموړی زیاتوي د معلوماتو له مخې په دغو شپنیو عملیات کې څلور تنه دوه ماشومان، یوه میرمن او د ماشومانو پلار وژل شوی دی.
په دې اړه نور زیات معلومات نه دې ورکړل شوي خو ځینې راپورنه وایې وژل شوي ټول د یوه کور غړي دي.
په دې ورستیو کې په ځانګړو او شپنیو عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې چې خلک ورڅخه زوریږي او له چارواکو د ملکي وګړو ژوند ته د خاصې پاملرنې غوښتنه کوي.