د پاکستان پر وړاندې په تمریناتي سیالۍ کې د افغانستان بریا
د هېواد د کرکټ ملې لوبډلې د نړیوال جام سیالیو وړاندې په خپله لمړنۍ سیالۍ کې د پاکستان پر وړاندې بریا خپله کړه.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،تیره شپه د هېواد د کرکټ ملې لوبډله وتوانیده چې په درې ویکټو سره د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې ته ماتي ورکړي.
دغه سیالۍ د نړیوال جام د مخه د دواړو لوبډلو د چمتوالی لپاره تمریناتي سیالۍ وه.
په دې سیالۍ کې ،حشمت الله شهیدي د ۷۴ منډو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړې وټاکل شو او د د هېواد د ملې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوبوه.
په نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو کې د پاکستان پر وړاندې دا د افغانستان لمړنۍ بریا وه.
ټاکل شوي ده چې د کرکټ ملې لوبډله به په انګلستان کې د ۲۰۱۹ نړیوال جام له سیالیو وړاندې د «مۍ۲۷» د انګلستان پر وړاندې دویمه تمریناتي سیالۍ ترسره کړي.