تاریخي «ټکی»؛۵۵ د ۱۲۳ سره برابر ؟!

د ولسي جرګې د نوي رئیس د ټاکل کېدو پر سر د پیل شوي لانجې یوه اوونۍ یوازې د کړکیچ په رامنځته کولو تیره شوه او دغه معضله هماغسې پر خپل ځای پاتي ده.

د دویم دور په رایه اچونه کې میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي تر مینځ سیالي ترسره شوه،د رایو له شمېر وروسته رحماني ۱۲۳ او اصولي ۵۵ رایې ترلاسه کړي او موقت رئیس هم ښاغلی رحماني د رئیس په توګه وټاکه.

د موقت رئیس دلیل هم په قانوني ډول دی ؛څرنګه چې د کارول شویو رایو مجموعه ۲۴۴ رایي وي او ۵۰ جمع یو رایو یوه یې ۱۲۳ شوي؛ مګر دغه پریکړه د اصولي پر مزاج ښه رانغله او لانجې پیل شوي.

کله چې رحماني د ریاست پر څوکۍ کیناست د اصولي پر مشرۍ ځینې نوماندانو د رحماني ددې اقدام مخه ونیوله او مجلس کې جنجال جوړ کړو.

د همدغه ورځې په صبا هم د کمال ناصر اصولي ښځینه پلویانو د ریاست څوکۍ یرغمل کړه او رحماني ته یې د ناستې اجازه ورنکړه،همدغه کړکیچونه ددې لامل شول چې د دواړو لوریو د نوماندانو په ګډون ۱۰ کسیزه کمیټه جوړه شوه؛په پای کې ددې کمیټې ۸ غړیو د رحماني ریاست ته رایه ورکړه.

مګر  دغه پریکړه هم د اصولي او د هغه د ټیم د قبول وړ نه شوه او کړکیچونه زیات شول تر دې چې د ملې شورا امنیتي ساتونکي هم ددغه ټیم له لوري لت وکوب شول.

ددې مسئلې د حل لپاره یوه ۲۷ کسیزه کمیټه رامنځته شوه او په دې تصمیم ونیول شو چې ددوې فیصله به ورته د منلو وړ وي؛ دې کمیټې د رایه اچونې پر یو پاڼې چې ټکې پرې کیښودل شوی وو بحث وکړ او له هغې وروسته ۱۶ تنو ددغه رایي په معتبروالی نظر ورکړ او خپله پریکړه یې اعلان کړه؛ مګر بیا هم اصولي او ټیم یې دغه پریکړه رد کړه.

اصولي چې ۵۵ رایي یې ترلاسه کړي دي  په ټول زور او لانجو سره ټولې پریکړې بې ارزښته وبللې او حتی د مجلس د ریاست ادعا هم لري او په نهایت کې تصمیم نیول شوی چې جنجالي رایه پاڼه په عمومي رایو کې واچول شي.

له دوې له مینځه زیات شمېر استازي په دې عقیده دي چې په دغه پاڼه باید باور وشي چې په دغه صورت کې به د رحماني رایي ۱۲۴ ته پورته شي او له هیڅ کومې ستونزې پرته به د مجلس رئیس وټاکل شي.

دا نقطه په یوه تاریخې ټکې بدله شوي او د ولسي جرګې حیات یې یرغمل کړی او هغه شخص چې دغه وړاندیز یې کړی پر خپل کار ویاړ هم کوي .

په دې عبارت «هغه ټکی چې د فیل څخه قیل جوړوي» همدغه ټکی وو ؛ مګر اندیښنه دا ده چې اصولي او ټیم به یې د عمومې پریکړې په اړه هم قناعت ونه کړي او کړکیچونه به همداسې دوام ولري.

باید هېره نه شي چې ۵۵ له ۱۲۳ سره یوشان نه دي او په ولسي جرګه کې د اصولي د تګ لارې شتون د خلکو اړتیا ده  او د تل لپاره باید د کړکیچونو پر وړاندې سر پورته نه کړي او ترسره شوي پریکړه باید  ومني.

که څه هم د ولسې جرګې په عمومې غونډه کې ددغه رایي پاڼې د صحت او بطلان په اړه رایه اچونه په حقیقت کې د مجلس موقف ته زیان رسول دي.

د ولسې جرګې د استازي درناوی د مجلس په درناوي کې دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *