هند کونړ ولایت کې دوه ښوونځي جوړ کړل

د کونړ ولایت مطبوعاتي دفتر وایې؛ د غه دوه ښوونځي د پوهني وزارت په چوکاټ کې دهند هیواد په مالي لګښت جوړ شوي.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛  د اوه ویشت اعشاریه پنځه میلیونه افغانیو په لګښت شیګل ولسوالۍ کې د هلکانو او نجونو دوه منځنیو ښوونځيو ودانۍ بشپړې او د یولړ مراسمو په ترڅ کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال،اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستیال احمد جواد عثماني،پوهنې ریاست مسوولینو او یوشمېر نورو مشرانو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي د ۴٬۶ میلیونه افغانیو په لګښت د کربوړۍ کلي منځني ښوونځي ودانۍ او ۲۲٬۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ملاعلم کلي دنجونو منځني ښوونځي ودانۍ جوړې شوې دي.

ښاغلي میرزکوال د دوست هېواد هندوستان د بلاعوضه مرستو څخه د مننې ترڅنګ د اقتصاد وزارت له راغلي پلاوي وغوښتل،چې کونړ کې ورته نورې ټولګټې پروژې پلي کړي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *