ننګرهار کې د څلور داعش وسله والو وژل کیدل

چارواکي وایې؛ د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د بهرنيانو په ګډون څلور داعش وسله وال وژل شوي او د دوی يو مرکز لمنځه وړل شوی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خویاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د   ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ ډاګو سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د داعش وسله والې ډلې پر يوه مرکز بريد کړی، چې په ترڅ کې يې د يادې ډلې د دوو بهرنيانو په ګډون څلور غړي وژل شوي او مرکز يې لمنځه وړل شوی.

خوږیاڼی زیاتوي؛ د دغه عملياتو پرمهال د داعش وسله والو يو ميل پيکا، دوه ميله کلاشنکوفونه، يو قبضه لاسي بم، پرتلې، شاجورونه، مهمات او چاوديدونکي توکي هم ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي، چې په سيمه کې يې لمنځه وړي.

د داعش وسله والو ياد مرکز، چې د ډاګو په سيمه کې د ولسونو په منځ کې جوړ شوی و جلال اباد ښار لپاره په کې د ځانمرګو بريدونو، هدفي وژنو او د نورو تخريبي کړنو پلانونه جوړيدل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *