خوږیانو کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته
چارواکې وایې؛ د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالي کې ۱۹ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په خورانو سیمه کې تېره ورځ وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو په ګزمه برید وکړ،چې په ځوابیه برید کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي ،۱۳ نور ټپیان شوي.
خوږیاڼی زیاتوي؛ د وسله والو طالبانو اووه تنه د وسلو او مهماتو او یوې عرادې موټر سره یو ځای ژوندي نیول شوي.
د خوږیاڼي په خبره په دې پېښه کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتې.