د ولسي جرګې یو شمېر استازي وایي د مجلس د رئیس د مخالفینو له لوري د ملې شورا ساتونکي وهل شوي او ددغه ځواکونو یو شمېر ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې نن سهار(د غویي ۳۰ مه)د ولسي جرګې د تالار عمومي دروازه د دارالانشاء له لوري تړل شوي وه او همدارنګه امنیتي ځواکونو د ولسي جرګې د غړو د داخلدو مخه نیولي وه.
مګر ځینې استازي وایي چې د کمال ناصر اصولي پلویانو له زور څخه په کار اخیستنې تالار ته د ننوتلو اراده لرله؛ مګر د امنیتي ځواکونو د مخالفت سره مخ شوي دي.
ددې استازو پر وینا،د اصولي پلویان د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شوي وهل اوټکول شوې چې په پایله کې د ملې شورا ۵ تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.
همدارنګه د ولسي جرګې څخه راپورونه رارسیدلي دي چې د میر رحمان رحماني د ریاست یو شمېر مخالف استازي په زور تالار ته دننه شوي او په تالار کې شتون لري.
د خپاره شويو انځورونو څخه ښکاري چې د عمومي تالار دروازې هم ماتي شوي دي.
د ولسې جرګې د رئیس پر ټاکل کیدو جنجال له لومړۍ ورځې پیل شو؛هغه مهال چې کمال ناصر اصولي د موقت رئیس د پریکړې سره مخالفت وکړ او د ریاست څوکۍ یې د ښځینه و په واسطه بنده کړه.