په قطر کې د ملا عبدالغني برادر سره د المان د استازي لیدنه

وسله والو طالبانو منلي چې د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي د قطر په کوربه توب د اسلامې امارت د سیاسي مرستیال سره لیدلې او خبرې اترې کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټويټر اکونټ لیکلي دي چې دغه لیده تیره ورځ د دوحې په ښار کې ترسره شوي ده.

ویل شوي دي چې د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي «مارکس پوتزیل» د وسله والو طالبانو د سیاسې مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر رئیس ملا عبدالغني برادر د افغانستان په روان وضعیت او د افغانستان د معضلې د سوله ایز حل او په دې برخه کې د المان دولت د هلو ځلو په اړه خبرې اترې کړي دي.

مجاهد ویلي دي چې:«همدارنګه د المان ځانګړي استازي د سولی په برخه کې د خپل هېواد د مثبت رول په اړه ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې به د اسلامې امارت د سیاسې دفتر سره خپلو اړیکو ته ادامه ورکړې».

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي د هېواد د جمهور رئیس سره هم کتلي او د مهمو مسایلو له ډلې یې پر سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې اترې ترسره کړي وي.

Author

خروج از نسخه موبایل