د عربستان پر مواضعو د یمن توغندیز برید

د یمن هوایي او ځمکنیو ځواکونو د عربستان په جنوب کې د سعودي د نظامي مواضع د توغندیزو بریدونو لاندې نیولي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د یمن فوځ د شپې په نیمایي برخه کې د عربستان په عسیر کې پرتې «من ربوعه» سیمه کې په دوه «زلزال ۱» توغندیو سره د سعودي د نظامیانو مرکزونه په نښه کړي دي.

د یمن فوځ دعوه کړي ده چې په دې بریدونو کې یې د عربستان نظامي مرکزونو ته زیات تاوان اړولی دی.

له بله پلوه یمني ځواکونو هم د یمن د «حجه» ولایت په «حیران» سیمه کې د عربي ایتلاف اړونده ځواکونو بریدونه دفع کړي او لږ تر لږه د عربي ایتلاف اړوند ۳۰ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولي ده.

پر یمن باندې د عربستان بریدونو ۸۵ زره کسان د مرګ تر پولې رسولي دي.

په ورته وخت کې عربي ایتلاف «الحدیده» نړیوال هوایي ډګر د راکټي برید هدف ګرځولی دی.

د یمن پر وړاندې د عربي ایتلاف جګړو میلیونونه یمنیان د سختې لوږې او قحطۍ سره مخ کړي په داسې ډول چې د ملګرو ملتونو سازمان په یوه راپور کې په دغه هېواد کې قحطي او لوږه لوي بشري ناورین نومولی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل