د افغانستان په اړه د ټرمپ سره د عمران خان لیدنه
اسلام اباد اعلان کړی دی چې د افغانستان د سولې د خبرو اترو د پرمختګ په صورت کې به د امریکا د جمهور رئیس سره لیدنه وکړي او پکې به د افغانستان مساییل وڅیړي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د «اردو نیوز» سره په خبرو کې څرګنده کړه چې که چیرې د قطر په دوحه کې د سولې په خبرو اترو کې پرمختګ وشي د ټرمپ او عمران خان د لیدنې احتمال شتون لري.
نوموړې یادونه وکړه چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر مینځ په خبرو اترو کې پرمختګونه لاس ته راغلی او له هغې وروسته چې په دې برخه کې لا نور پرمختګونه وشي د دواړو هېوادونو مشران به ځینې مسایل وڅیړي.
قریشي څرګنده کړه چې دغه لیدنه د امریکا او طالبانو تر مینځ د خبرو اترو پر بریالیتوب پورې تړلي نه ده؛ مګر په دې مذاکراتو کې پرمختګ دغه لیدنې ته پیاوړتیا وربخښي.
د امریکا او پاکستان د مشرانو تر مینځ لیدنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې د امریکا او طالبانو تر مینځ د مذاکراتو شپږم پړاو پرته له کومې پایلې پای ته رسیدلی دی.