ننګرهار کې لاسي بم پنځه تنه ټپیان کړل
د ننګرهار چارواکي وایې؛ د دې ولایت کامې ولسوالۍ کې لاسي بم درې ولسي وګړي او دوه سرتېرې ټپیان کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن شنبه د غویې په ( ۲۸) نیټه سهار شاوخوا اته بجې موټر سایکل سپرو کسانو د ملي اردو د پلڼې مرکز ته څېرمه لاسي بم غورځولی،چې له امله یې په سیمه کې درې ملکي وګړي او دوه سرتېرې سطحي ټپیان شوي دي .
خوږیاڼی زیاتوي؛ بم غورځوونکی موټر سایکل له سیمې څخه په تېښته بریالی شوی،خو د امنیتي ځواکونو له لورې یې د نیولو هڅې جریان لري .