د کابل د جنایي څیړنو رئیس له دندې ګوښه شو

د کابل د پولیسو د قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو رئیس د کورنیو چارو وزارت له لورې له دندې ګوښه شو.

د کابل د پولیسو د مطبوعاتو عمومي امر بصیر مجاهد خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د پریکړې پر اساس نن د ( غویي ۲۸) سالم الماس له خپلې دندې ګوښه شو.

د نوموړې پر وینا،د کورنیو چارو وزارت له لوري معین الدین د ښاغلي الماس پرځای پر دنده وګومارل شو او د کابل د جنایي تحقیقاتو د رئیس په توګه یې پر خپلې دندې پیل وکړ.

مجاهد د سالم الماس د ګوښه کېدو لامل روښانه نه کړ او څرګنده یې کړه چې د کورنیو چارو وزارت به د نوموړي د برخلیک په اړه پریکړه کوي.

د کابل د جنایي څیړنو رئیس په داسې حال کې له دندې ګوښه کیږي چې په پلازمینه کې په جنایي پیښو کې د پام وړ  زیاتوالی راغلی او په رڼا ورځ هم سړی په امان کې نه وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *