د هرات د اوبه ولسوالۍ په چاودنه کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د هرات ولایت د اوبه په ولسوالۍ کې د چاودنې په پایله کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ددغه ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه پیښه نن سهار د (غویي ۲۸) د ۸:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د اوبه ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوي ده.

د نوموړې پر وینا دغه پیښه پر یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو د چاودنې له امله رامنځته شوي چې په پایله کې یې درې تنه ملکي وګړې وژل شوي او د اوبه ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.

فرهاد څرګنده کړه چې د چاودنې موخه د اوبه ولسوال وو.

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا مسوولینو ویلي دي چې په دې چادونه کې پینځه تنه وژل شوي او ۲۰ تنه ټپیان د اوبه ولسوالۍ روغتون ته لیږدول شوي دي چې ډېرې یې ملکي وګړې او ماشومان دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *