ننګرهار کې د ۳ زره کیلوګرامه چاودیدونکېو توکو نیول کیدل

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار چارواکي وایي،په دې  ولایت کې د ملي امنیت منسوبینو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د یو پاکستاني سره څه باندې ۳ زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې،یو داعش او اته وسله وال طالبان نیولي،ّهمدا راز دوه پنجابي داعش له درې میرمنو او نهه ماشومانو سره یو ځای ملي امنیت منسوبینو ته تسلیم شوي دي .

ننګرهار ملي امنیت ریاست کې د غويي په ۲۶مه د دې ولایت والي شاه محمود  میاخیل د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، وروسته له هغې چې جلال اباد ښار کې تروریستي پېښه رامنځته شوه،د ملي امنیت ځواکونو ځآنګړې عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې د عبدالواحد په نوم د یو پاکستاني سره ۳۱۳۶ کیلو ګرامه چاودیدونې توکې،چې په یو ټیلر موټر ګې ځای پر ځای کړی وو، ونیول .

هغه زیاته کړه، یاد توکې چې جلال اباد ښار کې نیول شوي،د پاکستان هېواد څخه را لیږدول شوي وو،چې په نیول کېدو سره د ګڼ شمیر چاودنو او تروریستي پېښو مخنیوی وشو.

نوموړي زیاته کړه، د پاکستان دوه پنجابي داعشیان چې درې میرمنې او نهه ماشومان ورسره وو،د ملي امنیت ځواکونو ته په اچین ولسوالۍ کې تر یو نیم کلن فعالیت وروسته تسلیم شوي دي .

ښاغلي میاخیل وویل، ملي امنیت ځواکونو په مرکز جلال اباد ښار او د غني خیلو،بټي کوټ او مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال اته وسله وال طالبان او یو تن داعش له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.

هغه وایي، د ملي امنیت مؤظفینو د تېر یو کال په موده کې ۶۷۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي،چې ۳۱۱ قضیې یې محکمې ته استول شوي او له جملې څخه یې   ۱۱۶ داعشیانو،۱۳۷ وسله والو طالبانو،۶ انسان تښتوونکو او ۶ تنه د جنایي مجرمین په سزا محکوم شوي دي .

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي، په یاده سزا کې دوه تنه داعشیان په اعدام او پاتې نور د یو کال څخه تر ۲۳ کلونو پورې د بند په سزا محکوم شوي دي او له همدې امله یې د ملي امنیت لاسته راوړنو او قضایي او عدلي ارګانونو د کړنو څخه ستاینه وکړه .

په اچین ولسوالۍ کې ملي امنیت ته تسلیم شوي پنجابي داعش عثمان له خپلې کورنۍ سره یو ځای او نیول شوو وسله والو مخالفینو او د چاودیدونکو توکو لیږدونکو پخپلو کړنو اعتراف کړی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *