ننګرهار کې د ۵ وسلو وال طالبانو وژل کیدل

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د نکړخیلو سیمې په ګنګاخیلو کلي کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د یو سرګروپ په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی یو مرکز لمنځه وړل شوی دی .

خوږیاڼی زیاتوي؛ په وژل شوو کسانو کې د وسله والو طالبانو سرګروپ مهراب، سلیم، کلیم الدین مشهور په ډاکټر، قاري خان محمد مشهور په غازي فدایي او محراب شامل دي،همد راز د مهماتو یوه ډیپو چې په کې ګڼ شمیر درنې او سپکې وسلې او مهماتو شتون  درلود،لمنځه وړل شوې ده.

د خوږیاڼي په خبره د دې عملیاتو پر مهال چې په کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی.

خوږیاڼی زیاتوي؛ څلور شکمن کسان هم نیول شوي،چې تر څېړنو وروسته به یې هویت روښانه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *