د یمن نظامي سرچینه: د سعودي پر اهدافو پراخ عملیات ترسره شوي دي
د یمن یوې نظامي سرچینې المسیره شبکې ته ویلی دي چې: «د سعودي پر اهدافو لوي عملیات ترسره شوي دي او ددې کار لپاره د بې پیلوټه الوتکو پواسطه،د عربستان په حیاتي او مهمو تاسیساتو باندې اووه بریدونه ترسره شوي دي. »
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې دې نظامې سرچینې څرګنده کړي ده چې دغه نظامي عملیات یې د یمن پر ملت باندې د دوامداره یرغل او محاصرې په ځواب کې ترسره کړي دي.
سرچینې زیاته کړي ده چې د یرغل او محاصري د دوام په صورت کې نورو سختو عملیاتو ترسره کېدو ته چمتو یاستو.
عربي ايتلاف لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.