د قتل او انسان تښتوونې په جرم د یوې ښځې او خاوند نېول کېدل

یوه ښځه او خاوند چې په انسان تښتونې او وژنې او په ځانګړې ډول د یوه اهل هنود هېوادوال پر وژنې تورن وو د کابل ښار په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د کورنیو چارو وزارت نن د ( غویي ۲۴) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه ښځه او خاوند د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې،نیول شوي کسانو په لمړنیو تحقیقاتو کې اعتراف کړی چې د تیر کال د کب د میاشتې په ۱۴ یې د کابل ښار د دولسمې حوزې د دشت برچې له سیمې څخه د «ارجیت سنګ» په نوم یو اهل هنود هېوادوال اختطاف کړی او د اوومې ناحیې دوغ اباد سیمې ته یې وړی وو چې د لفظي شخړې وروسته یې د تفنګچې په ډزو سره وژلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پولیسو د کابل ښار د اتمې حوزې څخه د مقتول جسد ترلاسه کړی او خپلې کورنې ته یې تسلیم کړی وو.

د کورنیو چارو وزارت وایي د پولیسو له لورې ددې قضیې د هر اړخیزو څیړنو څخه وروسته د ددې قضیې د یوه بل تورن کس د نیولو لپاره هم کشفي عملیات پیل شوی وو چې بلاخره ددې قضیې یو بل کس هم د بغلان ولایت د پلخمري ښار د دویمې حوزې په مربوطاتو کې پیژندل شوی  او نیول شوی  دي.

پلان شوي جرمونه،وژنې اختطاف او ترور د هېواد د خلکو په ځانګړې ډول د پلازمینې د هستوګنو  له لویو ستونزو څخه شمېرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *