ننګرهار کې چاودنو ۴ تنه وژلی او ۱۶ نور یې ټپیان کړي

د جلال اباد ښار اړوند تلاشي څلورلارې کې څلورو ماینونو چاودنه کړې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبرې اژانس ته وویل نن دوشنبه د غویې په ( ۲۳) نیټه ماښام ۲۰: ۷ بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند په تلاشي څلولارې کې د سرک غاړې څلورو ماینونو چاودنه کړې .

نوموړی وایې په دې چاودنو کې ۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون ۱۶ تنه نور ټپیان شوي ، چې په ټپیانوکې د ۴ تنو روغتیایې وضعیت د اندیښنې وړ دی.
خوږیاڼی زیاتوي ټپیان په خپل وخت روغتون ته انتقال شوي.

د دې چاودنو مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

Author

خروج از نسخه موبایل