عبدالله: پر جګړې د طالبانو  ټینګار د سولې ممانعت وکړ

د ملې وحدت د حکومت اجراییه رئیس پر جګړې باندې د طالبانو پر اصرار د نیوکې ترڅنګ څرګنده کړه چې د جګړې پر دوام ددې ډلې اصرار او زور راوړلو د سولې د خبرو اترو د ترسره کيدو او پرمختګ مخه ونیوله.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،عبدالله عبدالله د نن ورځې (غویي۲۳) د وزیرانو شورا په ناسته کې دجګړې پر دوام د طالبانو اصرار او له مذاکراتو څخه انکار کولو ته په اشارې سره دغه موضوع د سولې د بهېر اصلي مانع وګڼله.

نوموړي د روژې په مبارکه میاشت کې د اوربند لپاره د خلکو او دولت غوښتنو ته په اشارې سره څرګنده کړه «د افغانستان د خلکو هیله دا وه چې په دې میاشت کې باید اوربند وشي ،مګر طالبانو موافقت ونه کړ او جګړه دوام لري.»

عبدالله زیاته کړه چې طالبانو په پام کې لرله  پر خپلو پسرلنیو عملیاتو سره یوه پراخه جګړه په لاره واچوي؛ مګر د امنیتي ځواکونو په هلو ځلو سره په لویو ښارونو کې ددې ډلې د زیاتو عملیاتو مخنیوی شوی دی.

له بله پلوه اجراییه رئیس د جمهوري ریاست د ټاکنو په اړه وویل چې د نوماندانو اندیښنې پر ځای دي او ددغه اندیښنو د له مینځه وړلو پر لارو چارو غور شوی دی.

د نوموړي پر وینا،د راتلونکو ټاکنو د روڼ والي لپاره د بایومیټریک سیستم څخه کار اخیستل تامین شوي او د ټاکنو کمیسیون باید د ټاکنو د ترسراوي لپاره خپلو کارونو ته چټکتیا ورکړي.

د ټاکنو په اړه په داسې حال کې اندیښنې موجودي دي چې د ملې وحدت د حکومت د عمر نور وخت پاتی نه دی، تیره ورځ د جمهوري ریاست د نوماندانو شورا د سږ کال د جوزا د لمړۍ نیټې څخه د «سرپرست» حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه کړي ده .

مګر د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف  غني له دې وړاندې ویلي وو چې د جمهوري ریاست تر ټاکنو او ګټونکي نوماند تر ټاکل کېدو پورې به په خپل پست پاتي وي.

سترې محکمې هم څه وخت وړاندې په یوه حکم کې د نوي جمهور رئیس تر ټاکل کیدو پورې د ښاغلي غني د جمهوري ریاست وخت غځولی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *