د ننګرهار ملي امنيت  ۳۱۳ميله مختلف النوع وسلې ډاياګ ته تسليم کړې

دخاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ د ننګرهار د ملي امنيت ادارې له لورې په بېلابېلو عملياتو کې تر لاسه شوې ۳۱۳ميله مختلف النوع وسلې په ختيځ کې د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.

پر يادو وسلو سربېره ۱۳۰عدده د ماين پاکولو الې هم د ملي امنيت ځواکونو نيولې وې چې د ډاياګ پروګرام ته يې تسليم کړې.

يادې وسلې د غويي په ۱۹مه د ملي امنيت رياست کې د جوړ شوې شوې خبري غونډې پرمهال د ډاياګ مسولینو ته تسليم شوې.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د دغو وسلو د سپارلو پرمهال رسنیو  ته وويل، چې د ملي امنيت ادارې منسوبينو دا ۳۱۳ميله بېلابېل ډوله وسلې د عملياتو، چيکپاينټونو او نورو فعاليتونو پرمهال لاسته راوړې دي.

دی وايي، په دغو وسلو کې له تومانچو نيولې تر پيکا او راکټ پورې سپکې او درنې وسلې شامل دي چې ځينې يې بهر ته د قاچاق پرمهال هم تر لاسه شوې دي.

والي زياتوي، پر وسلو سربېره امنيتي ځواکونو ۱۳۰ عدده د ماين پاکۍ (ماين کشفولو) الې هم تر لاسه کړي چې نن يې ډاياګ پروګرام ته وسپارلې.

په ورته وخت کې په ختيځ کې د ډاياګ پروګرام مشر ډګروال غلام حسن صاحبزاده وويل چې روان کال ورته شاوخوا ۱۹۰۰ مختلف ډوله وسلې د زون په کچه ورټولې شوې دي.

دی وايي، دا وسلې د کال په پای کې دفاع وزارت ته انتقالېږي، هلته تر چک وروسته په پنځو کټګوريو تقسيميږي چې پنځمه کټګوري يې کباړ او پاتې نورې يې تر ترميم وروسته بېرته ملي او دفاعي ځواکونو ته ورکول کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *