عراق ته د پمپئو نا اعلان شوی سفر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه نا اعلان شوي ډول عراق ته سفر کړی او د لمړي وزیر او خپل عراقي سیال سره یې لیدنه کړي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،تیره شپه په نا اعلان شوي ډول دغه سفر صورت نیولی او«الفرات نیوز»  راوړي دي چې پمپئو د عراق د لمړي وزیر«عادل عبدالمهدي»او د بهرنیو چارو د وزیر «محمد علي الحکیم» سره لیدلي دي.

که څه هم لا تر اوسه ددې سفر جزئیات روښانه شوي نه دي؛ مګر ویل کیږي چې د داعش پر وړاندې مبارزه او د عراق څخه د امریکا ملاتړ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د برنامو په په لمړۍ لیکه کې دي.

دا سفر په په داسې حالت کې صورت نیسي چې ټاکل شوي وه«پمپئو» المان ته سفر وکړي؛ مګر په برلین کې د امریکا د سفارت ویاند د ځینو ستونزو  رامنځته کېدل ددغه ناستې د لغوه کېدو لامل ګڼلي او ویلي یې دي چې برلین ته د پامپئو د راتلونکي اوونۍ د سې شنبې ورځې سفر لغوه شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *